ډېر لوستل شوي

افغان ملي لوبډله به نن د ايرلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي

د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې نن د پنځو نړیوالو یو ورځنیو (ODI) سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې یو د بل پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې، دغه لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د شمالي ایرلنډ په بریډي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ به د روانې میلادي میاشتې تر ۱۵مې نېټې دوام وکړي.

اړوند خبرونه