ډېر لوستل شوي

پر پاکستاني ځواکونو د بلوڅ‌ ازادي غوښتونکو بريد؛ ۱۰ عسکر پکې وژل شوي

د بلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان کچهي دهدر او سني سيمو ترمنځ د پاکستان پر سرحدي ځوکونو (اېف‌ سي) بريدونه کړي دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکو ويلي، په دوو جلا بريدونو کې يې د سرحدي ځواکونو لږ تر لږه ۱۰ عسکر وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د راپورونو له مخې، لومړی بريد له سبي څخه د سني په لور په روان او دويم بريد د مرستي لپاره په ورغلي کاروان شوی دی.

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې په بلوچستان کې په پاکستاني نظاميانو بريدونه زيات شوي او له پاکستان حکومت څخه د يادې سيمې امنيتي کنټرول له لاسه وتی ښکاري.

اړوند خبرونه