ډېر لوستل شوي

د هرمز تنګي په اړه خبرې؛ ایران او عمان لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي

د راپورونو له مخې، ایراني چارواکي وايي، هرمز تنګي کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره یې له عمان سره د یوې لارې په اړه یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، دغه هوکړه اوس خپلو وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، بقایي ویلي چې د ایران او عمان ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه یوازې د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ تضمین نه شي کولای، چې په وينا یې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم د امریکا له روانې محاصرې او د ایران د ګټو پر ضد له نورو تهاجمي ګواښونو او اقداماتو سره تړاو لري.

بقایي ویلي چې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي په اړه ګډه اعلامیه وروستي پړاو ته رسېدلې، خو زیاته کړې یې ده چې د درېیم لوري لاسوهنه ښايي دا بهیر له خنډ سره مخ کړي.

بقایي د امریکا د اقداماتو خطرناکو پایلو ته په اشارې ویلي، د هرمز تنګي تړل د امریکا او د اسراییلو د رژیم له لوري پر ایران د ترسره شوي پوځي یرغل پایله وه.

اړوند خبرونه