ډېر لوستل شوي

لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان ټپیان شوي

د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د نابلس او بیت‌لحم ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو او تاوتریخوالي له امله شپږ فلسطینیان ټپیان شوي، چې دوه یې روغتیايي کارکوونکي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي، د جمعې په ورځ یې روغتیايي کارکوونکو د نابلس ختیځ ته په بیت فوريک سیمه کې د یوه فلسطیني درملنه کړې چې د اسراییلي ځواکونو له لوري وهل شوی و.

د سرې میاشتې په وینا، دغه سړی له وهلو وروسته د اسراییلي ځواکونو له لوري نیول شوی او د هغه د وضعیت د معلومولو او لاس‌رسي لپاره له نړیوالې کمېټې سره په همغږۍ هڅې روانې دي.

د پېښې پر مهال د روغتیايي کارکوونکو ټپي کېدل هم ثبت شوي چې د سرې میاشتې د طبي ټیمونو پر فعالیتونو د بریدونو او خنډونو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه