د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال «ډان کېن» د ټرمپ ادارې له لوړپوړو سلاکارانو سره په شخصي خبرو کې ټینګار کړی چې له ایران سره د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د وتلو یوه لاره وموندل شي.
«سياېناېن» د یادې موضوع په اړه د درېیو سرچینو په حواله ویلي، کېن اندېښنه لري چې د جګړې د لا پراخولو لپاره پر مېز شته پوځي انتخابونه ښايي د امریکا پر ضد ناوړه پایلې ولري او یوازې د هوايي ځواک کارول ښايي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکل شوي اهداف ترلاسه نهکړي.
یوې سرچینې ویلي: ”کېن د وتلو د لارې په لټه کې دی.”
د امریکا د لوړپوړي پوځي چارواکي دا دریځ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران پر وړاندې د پوځي اقداماتو پراختیا پرمهال د احتمالي پایلو او د جګړې د اوږدېدو په اړه د امریکا د نورو لوړ پوړو پوځيانو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

