ډېر لوستل شوي

ملګري ملتونه: غزه کې د اوربند له پیله لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومانو ژوند بايللی

ملګرو ملتونو د جنيوا دفتر خبر ورکړی چې په غزه کې د اوربند له پیله په ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان شهيدان شوي دي.

د یونیسف د چارواکې لوييس واټریج په وینا: “که څه هم نړۍ په غزه کې روان وضعیت «اوربند» بولي، خو د دې سيمې اوسېدونکي لا هم د خپلو ماشومانو د مړینې له امله د هغوی د ښخولو لپاره د قبرونو پر لور ځي.”

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د اوربند له اعلان سره سره په غزه کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې لړۍ لا هم دوام لري.

اړوند خبرونه