د تهران د سپاه قوماندان حسن حسنزاده ادعا کوي چې امریکا او اسراییل د ایران پر وړاندې په جګړه کې خپلو ټاکل شویو موخو ته نه دي رسېدلي او ماتې یې خوړلې ده.
حسنزاده دا څرګندونې د تهران له هوايي دفاعي قطعاتو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، ایران د سیمې او نړۍ له مهمو قدرتونو څخه دی او د امریکا او اسراییلو مشران د خپلو هېوادونو د خلکو او عامه افکارو پر وړاندې د خپلو «پرلهپسې ناکامیو» لپاره ځواب نهلري.
د هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ په جګړه کې د دواړو لوریو پوځي او زیربنايي تاسیساتو ته د پام وړ زیانونه اوښتي او د ایران یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.
تهران ټینګار کوي چې د پراخو بریدونو سربېره، امریکا او اسراییل خپلو اصلي موخو ته نه دي رسېدلي.

