د کولمبیا ولسمشر ویلي، د دې هېواد په لوېدیځ کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۱ کسان مړه شوي او ۸۷ نور ټپیان دي.
زلزله د دوشنبې په سهار د «چوکو» سیمې ته څېرمه رامنځته شوې او د کولمبیا په ګڼو ښارونو کې یې پراخ زیانونه اړولي دي.
د «سيبياېس» نیوز راپور له مخې، له ۱۶۰۰ ډېرې ودانۍ زیانمنې او لږ تر لږه ۶۱ ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلې دي.
د مسوولینو په وینا، د ژغورنې عملیات روان دي او لا هم یو شمېر کسان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د کولمبیا ولسمشر د پېښې له امله ملي بېړنی حالت اعلان کړی او د زیانمنو سیمو د مرستې لپاره یې د دولتي سرچینو د بسیج امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، دا زلزله د کولمبیا په روانه پېړۍ کې تر ټولو زوروره ثبت شوې زلزله بلل شوې ده.

