امریکا او د یمن ایرانپلوه حوثیانو پر څو جلا بېړیو بریدونه کړي چې د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې روانې هڅې له لا زیاتو خنډونو سره مخ کړې دي.
د رویټرز راپور له مخې، حوثیانو د بابالمندب تنګي په سیمه کې پر یوې باروړونکې بېړۍ برید کړی چې په پایله کې یې د عملې څلور غړي او دوه یمني ژغورونکي وژل شوي دي.
هممهاله، امریکايي ځواکونو د ایران اړوند بندیز ماتولو په هڅه کې پر یوې پاناما بیرغ لرونکې بېړۍ ډزې کړې دي.
ایران هم ټینګار کوي چې تر هغه به د هرمز تنګی خلاص نه کړي، څو امریکا د تهران شرطونه ونه مني؛ په دغو شرطونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او په سیمه کې د جګړې د کمولو غوښتنې شاملې دي.
د بېړیو پر وړاندې د وروستیو بریدونو له امله د جګړې د پای ته رسېدو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو هیلې کمزورې شوې دي.

