ډېر لوستل شوي

د “مکې تړون ” یوه بدیله اسلامي ناټو او که د سعودي له مالي ځواک څخه استفاده؟

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په مکه مکرمه کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک شو چې موخه یې پر پلوو هېوادونو یوه برید پر ټولو ګډ برید دی. دا تړون څو ورځې وړاندې د اګست په اوومه لاسلیک شوی.

داسې برېښي چې د مکې د تړون تر ټولو مهم اړخ د سعودي عربستان د امنیتي ستراتیژۍ بدلون دی. ریاض له اوږدې مودې راهیسې د خپل بهرني امنیت په برخه کې پر متحده ایالاتو تکیه کړې ده؛ خو په وروستیو کلونو کې سیمه‌ییزو جګړو او د خلیج پر مهمو تأسیساتو بریدونو دا پوښتنه را ولاړه کړې چې ایا واشنګټن به په هر بحران کې د خپلو عربي متحدینو د دفاع لپاره رادانګي او که به یې یوازې د تباهۍ ننداره کوي؟ خلیج هېوادونه لا پخوا په دې لټه کې و چې د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره امنیتي تړونونه ولري او په امنتیتي ـ پوځي توګه پر دوی تکیه وکړي.

همداراز، د الجزېرې خبرې سرچینې محاسبې هم ښیي چې وروستیو جګړو کې د امریکا ناتواني په سیمه کې له هغوی سره په شویو تضمینونو اعتماد کم کړی. په همدې دلیل سعودي او نور عرب هېوادونه د متنوعو سیمه ییزو متحدانو په لټه کې دي. سیاسي شنونکي او کارپوهان انګېري چې د مکې د تړون مانا دا نه ده چې سعودي عربستان په مطلقه توګه له امریکا بېلېږي او امنیتي همکاري ورسره صفر کوي، بلکې دا به د امریکا د امنیتي مطلق چتر د تکیې را کمول وي.

ریاض غواړي داسې امنیتي چاپېریال جوړ کړي چې کله هم د امریکا ملاتړ ترې کمېږي یا مشروطېږي، دوی به یو څو بدیل سیاسي او پوځي غوراوي لري.

پوځي شنونکي د مکې تړون ته د یوه مثلث نوم ورکوي او په وینا یې دغه تړون ته محض د کاغذ پر مخ د لاسلیک‌شویو ټوټې په څېر باید ونه کتل شي. د دوی په قول، ددې تړون یو ستر اهمیت دا دی چې دا درې هېوادونه له درېیو متفاوتو وړتیاوو برخمن دي او همدا متفاوتې وړتیاوې د یو بل د بشپړېدو رول لوبوي.

سعودي عربستان مالي ځواک، د انرژۍ سترې سرچینې، پراخې پانګونې او د عربي او اسلامي نړۍ مهم سیاسي نفوذ لري. ترکیه د ناټو غړی هېواد، لوی پوځ، پرمختللی دفاعي صنعت او د بې‌پیلوټه الوتکو، توغندیزو سیستمونو او نورو پوځي ټکنالوژیو په برخه کې د پام وړ ظرفیت لري. پاکستان بیا د اټومي وسلو لرونکی هېواد، لوی پوځ او د اوږدې پوځي ـ استخباراتي تجربې خاوند دی.

له همدې امله، که د دغو درېیو هېوادونو ظرفیتونه په منظم ډول سره وپېیل شي، نو یو داسې امنیتي مثلث رامنځته کېدای شي چې مالي ځواک، پوځي ټکنالوژي، بشري ځواک، ستراتیژیک موقعیت او اټومي مخنیوی په یوه چوکاټ کې راټولوي.

د ریاض لپاره څلور ستراتیژیک اهداف

د سعودي عربستان له نظره، د مکې تړون لږ تر لږه څلور مهم اهداف لري:

لومړی: د امنیتي تضمینونو تنوع

ریاض غواړي خپل امنیت یوازې د یوه نړیوال قدرت له پرېکړې سره تړلی پاتې نه شي. سعودي له واشنګټن سره خپلې اړیکې نه پرې کوي، بلکې د امنیتي تنوع ستراتیژي تعقیبوي.

دویم: د سعودي، ترکیې او پاکستان د ظرفیتونو یوځای کول

ریاض پانګه او انرژي لري؛ انقره دفاعي صنعت او پوځي ټکنالوژي لري؛ اسلام‌اباد ستر پوځ او اټومي وسلې لري. سعودي د اسلامي نړۍ د یوه مطرح هېواد په توګه غواړي د همدغو اسلامي قوي هېوادونو د سرخېل حیثیت خپل کړي.

درېیم: د سعودي د سیمه‌ییز رول بیا تعریف

سعودي عربستان هڅه کوي یوازې د خلیج یو شتمن هېواد پاتې نه شي؛ بلکې د اسلامي او عربي نړۍ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي جوړښت په مرکز کې ځان ځای پر ځای کړي.

د تړون کوربه‌توب په مکه کې، د سعودي سیاسي او مذهبي وزن او د درېیو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو امنیتي همکاریو احتمالي مرکزیت، ریاض ته دا فرصت ورکوي چې ځان د نوي سیمه‌ییز امنیتي جوړښت د یوه مهم مرکز په توګه معرفي کړي.

څلورم: واشنګټن ته پیغام

د مکې تړون امریکا ته هم یو پیغام لري او سعودي نور نه غواړي خپل امنیت یوازې د یوه قدرت پر ژمنه وتړي.

دا پیغام دوه اړخیز دی. له یوې خوا ریاض واشنګټن ته وایي چې د امریکا امنیتي حضور لا هم مهم دی؛ خو له بلې خوا څرګندوي چې که امریکايي تضمینونه ناکافي وي، سعودي د بدیلو امنیتي شریکانو د موندنې او انسجام توان لري.

د ایران مسئله؛ اصلي ازموینه او معضله

که څه هم د تړون غړو ویلي چې دا تړون د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی، د سیمې له ستراتیژیک واقعیت څخه د ایران موضوع نه شي جلا کېدای.

ایران د سعودي له تاریخي سیالانو څخه دی، ترکیه له تهران سره هم د رقابت او هم د همکاریو اړیکې لري او پاکستان له ایران سره اوږده ګډه پوله لري. همدلته د تړون تر ټولو مهم تضاد راڅرګندېږي.

سعودي ښايي د ایران د سیمه‌ییز نفوذ د مخنیوي لپاره قوي امنیتي شریکانو ته اړتیا ولري؛ خو پاکستان نه غواړي له خپل لویدیځ ګاونډي سره مستقیم امنیتي ټکر ته ننوځي. ترکیه هم له ایران سره د سیالۍ ترڅنګ اقتصادي، سرحدي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري. اوس پوښتنه دا راولاړېږي، چې فرضا سبا ایران او سعودي عربستان مستقیمې جګړې ته داخلېږي، نو نور دوه هېوادونه(چې له ایران سره خوږې اړیکې لري.) څه کوي؟ ایا د سعودي د دفاع لپاره به د ایران دوښمني پر سر اخلي او که څنګه؟ همدا نکته ددې تړون حقوقی او سیاسي واقعیت جلا کوي. د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي چې پاکستان به هېڅکله د سعودي لپاره د ایران مقابلې ته تیاری ونه کړي او نه به دا د کلونو کلونو نږدې ملګری د ځان دوښمن کړي. خو یوه خبره چې تقریبا موفق علیه ده، هغه دا ده چې د ایران او سعودي عربستان د تقابل په وخت کې پاکستان او ترکیه دواړه د دفاع او د جګړې د مخنیوي او سیاسي چینلونو له لارې استفاده کولی شي.

د ترکیې ګډون د تړون تر ټولو پیچلی اړخ دی. ترکیه له یوې خوا د ناټو غړی دی، له امریکا او اروپا سره امنیتي اړیکې لري؛ له بلې خوا غواړي په منځني ختیځ، مرکزي اسیا او اسلامي نړۍ کې خپل ستراتیژیک نفوذ پراخ کړي.

ترکیه کولی شي د سعودي مالي ظرفیت او د پاکستان پوځي ظرفیت د خپل دفاعي صنعت، ټکنالوژۍ او عملیاتي تجربې سره وتړي.

د مکې تړون کمزورۍ

د مکې تړون تر ټولو غټه کمزوري دا ده چې ښایي دا تړون همداسې د کاغذ پرمخ پاتې شي. دا وړاندوینه موږه له ورته تړونونو له تاریخچې اخیستلی شو چې یوه ښه بېلګه یې د سعودي او پاکستان مخکې له مخکې شوي پوځي تړونونه دي.

یوه بله کمزوري د ایران او سعودي عربستان پخوانۍ ناندرۍ او تقابل دی چې پاکستان او ترکیه ښایي هېڅکله د سعودي پر سرخپل نږدې ملګري یعنې ایران سره دوښمني ته ملا ونه وتړي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه