د امریکا ټکزاس ایالت په سالادو سیمه کې د پوځ یوه جنګي چورلکه لوېدلې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، پېښه تېره ورځ شوې او دواړه سپاره کسان یې په دې پېښه کې وژل شوي دي.
د چورلکې د لوېدو علت تر اوسه نه دی روښانه شوی او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

