ډېر لوستل شوي

د ایران جنرال: جګړه که کلونه هم دوام وکړي، خپل توغندي به وتوغوو

د ایران د سپاه پاسدارانو جنرال محمدرضا نقدي وايي، که له امریکا سره جګړه کلونه هم دوام وکړي، ایران به تر وروستۍ ورځې پورې خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي.

نقدي ګواښ کړی، که ایران یوه ورځ خپل توغندي هم له لاسه ورکړي، بیا به د امریکا لپاره لا ډېر خطرناک شي.

نوموړي ادعا کړې چې امریکا په ټوله نړۍ کې زرګونه اقتصادي ګټې او تأسیسات لري چې د ده په وینا، په اسانۍ سره په نښه کېدی شي.

هغه د فلسطین د راتلونکي په اړه هم ویلي چې د دغه هېواد د مشرتابه ټاکنه باید د فلسطین له خلکو سره د تړاو لرونکو وګړو د اکثریت رایو له لارې وشي.

نقدي زیاته کړې چې د فلسطین مسئله د اټومي وسلو له لارې نه شي حل کېدی، خو ویلي یې دي چې ایران به د اسراییلو د له منځه تلو هرکلی وکړي.

اړوند خبرونه