د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ په ماهیان کور سیمه کې وسلهوالو پر یوه خصوصي کانکېندنې شرکت برید کړی چې په پایله کې یې اووه کارکوونکي تښتولي او د میلیونونو پاکستانۍ روپیو په ارزښت یې وسایل او سونتوکي له ځان سره وړي دي.
د راپورونو له مخې، اته موټرسایکلسپاره وسلهوال د چاغي ښار لوېدیځ ته شاوخوا ۱۵ تر ۱۸ کیلومترۍ پورې په سیمه کې د ورځې شاوخوا یوه بجه کان ته ننوتلي او کارکوونکي یې یرغمل کړي دي.
په تښتول شویو کسانو کې څلور د ګلګت کارګران او درې ځايي کارګر شامل دي.
سرچینې وايي، وسلهوالو تر ماښام شاوخوا اوو بجو پورې په سیمه کې پاتې شوي او یو زمباد موټر، یوه څلورڅرخیزه «پکاپ»، له ۲۰ ډېرې د لمریزې برېښنا تختې، یو زرنج موټرسایکل، د اوسېدو او پخلنځي وسایل، د ګاز ډبې، ۲۵۰۰ لېټره ډېزل او ۱۵۰۰ لېټره پټرول یې له ځان سره وړي دي.
په راپور کې راغلي، وسلهوالو څو ساعته په ارامۍ سره عملیات ترسره کړي او وروسته یې له تښتول شویو کارکوونکو او وړل شویو توکو سره سیمه پرېښې ده.
ځايي چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د تښتول شویو کارکوونکو د موندلو هڅې کېږي، خو تر اوسه د هغوی او د وړل شویو وسایلو د بېرته موندلو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

