ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت د واکمنۍ پنځه کاله؛ له امنیتي ټیکاوه، تر اقتصادي پرمختګونو، نړیوال مشروعیت او شته ننګونو

سریزه

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته افغانستان د خپل معاصر تاریخ نوي پړاو ته ننوت. د همدې میاشتې په ۱۵مه هغه نظام وپاشل شو چې شل کاله د نړیوالو په مرسته رامنځته شوی و. جمهوريت د نړیوالو پر پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ تکیه و او د همدې برخو له ملاتړه د لاس‌اخیستنې هم‌مهاله د وخت حکومت نسکور او پر ځای یې اسلامي امارت بیا ځلې واکمن شو.

له هغه وروسته دا پنځه کاله د افغانستان لپاره یوازې د یوه حکومت د دوام موده نه ده؛ بلکې د داسې نظام د ازمېښت دوره ده چې د جګړې د پای، امنیت، اداري تمرکز، د نشه یي توکو د کښتونو له منځه‌تلو او اقتصادي ځان‌بسیاینې ادعاوې لري.

د اسلامي امارت د پنځه کلنې واکمنۍ ارزونه هغه وخت متوازنه کېدای شي چې نه یې ټولې ادعاوې له انتقادي ارزونې پرته ومنل شي او نه یې ټول اقدامات له پامه وغورځول شي. واقعیت دا دی چې افغانستان له ۲۰۲۱ وروسته په امنیتي برخه کې له یوه ژور بدلون سره مخ شوی، خو په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې لا هم د اوږدمهاله ستونزو له یوه دروند میراث سره مخ دی. نړیوال بانک افغانستان کې د اقتصادي تحرک او بیارغونې نښې موندلي دي، خو د نفوسو چټک زیاتوالی، د سېلاب‌ډوله کډوالو بیاراستنېدنه، کمېدونکې بهرنۍ مرستې، پراخ سوداګریز کسر، محدود نړیوال مشروعیت او فقر لا هم د اقتصادي ثبات پر وړاندې جدي خنډونه دي. له همدې امله د دې پنځو کلونو اصلي پوښتنه دا نه ده چې اسلامي امارت بریالی دی که ناکام؟؛ بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې تر کومه ځایه یې امنیتي او اداري ثبات په دوامدار اقتصادي پرمختګ، ټولنیز رضایت، مشروعیت او د افغانستان په یوه پایدار دولت بدل کړی دی؟ په همدې بنسټ، موږ خپله شننه پر پورتنیو مواردو په شماره‌وار ډول راوړو.

یو: امنیت؛ د پنځو کلونو تر ټولو ستر بدلون

د اسلامي امارت تر ټولو مهمه او محسوسه لاسته راوړنه د لسیزو لسیزو جګړو پایته رسېدنه او د هېواد په ډېری برخو کې د امنیتي وضعیت بدلون دی. د جګړې له پای سره د خلکو د ورځني ژوند، سوداګرۍ، ترانسپورټ او د هېواد د داخلي اتصال لپاره یو نوی چاپېریال رامنځته شو. دا بدلون د حکومتولۍ له نظره مهم دی؛ ځکه اقتصادي فعالیت، پانګونه، د سړکونو جوړول او د دولت خدمات هغه وخت دوامدار کېدای شي چې د جګړې مستقیم ګواښ کم وي. خو یوه موضوع ته باید جدي پام وشي چې امنیت او د جګړې ختمول د دولت جوړونې لومړی پړاو دی؛ خو له همدې امنیت د خلکو د ژوندانه د رفاه په پار ګټه‌اخیستنه د دولت اصلي دنده او دویم پړاو دی.

دوه: حکومتولي؛ له واکمنۍ څخه د دولت جوړونې په لور

د اسلامي امارت د پنځه کلنې تجربې بل مهم اړخ د مرکزي حکومت د واک پراخېدل او د اداري جوړښت بیا تنظیم دی.

اسلامي امارت د وزارتونو او دولتي ادارو د تشکیلاتو تنظیم، د مسوولیتونو د روښانه کولو، د اداري چارو د چټکتیا او د مسلکي او متعهدو کسانو د ګومارنې هڅې د خپلې حکومتولۍ له مهمو ځانګړنو څخه ګڼي.

د ۲۰۲۶ کال لپاره اعلان شوې پنځه کلنه پراختیايي تګلاره هم د همدې هڅې مهمه نښه ده. د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په وینا، دغه سند درې اصلي رکنونه لري: ښه حکومتولي او نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم، او اقتصاد او ټولنیزه پراختیا. په دې کې د اقتصاد، طبیعي سرچینو، انرژۍ، کرنې، ترانسپورټ، مخابراتو، پوهنې، روغتیا، ټولنیز خوندیتوب او چاپېریال په ګډون لس سکټورونه او پنځلس لومړیتوب‌لرونکي پروګرامونه شامل دي. دا په خپله د یوې مهمې ادارې اړتیا څرګندونه کوي او افغانستان له اضطراري حکومتولۍ څخه باید د پالیسي‌محور دولت پر لور حرکت وکړي.

درې: اقتصاد؛ د ثبات نښه، خو لا هم له ځان‌بسیاینې لرې

اقتصادي برخه د اسلامي امارت د پنځه کلنې واکمنۍ تر ټولو پېچلې برخه ده. له ۲۰۲۱ وروسته افغانستان له بانکي محدودیتونو، د بهرنیو مرستو له کمېدو، د پانګې له وتلو، د شتمنیو له کنګل کېدو او د نړیوال مالي نظام له ستونزو سره مخ شو. سره له دې، اقتصاد په وروستیو کلونو کې د سقوط او پاشنې له لومړني پړاو څخه راوتلی دی او په یو بل تګلوري کې دی.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ کې ۲.۵ سلنه او په ۲۰۲۵ کې ۴.۳ سلنه وده کړې ده. د کرنې، کانونو، ساختماني چارو او خدماتو فعالیت د دې ودې مهم عوامل وو. همدارنګه ټیټ انفلاسیون او د کورنیو عوایدو ښه راټولېدنه د اقتصاد د ثبات نښې بلل شوي دي.

خو دلته یوه مهمه تحلیلي ستونزه شته، د نړیوال بانک په وینا، د نفوسو چټک زیاتوالی او کډوالو راستنېدنه د دې سبب شوې چې د سړي سر ناخالص تولید کم شي. تر دې هم مهمه دا چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په ۲۰۲۶ کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا درې پر څلورمه برخه افغانان، نږدې ۲۸ میلیونه کسان، د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزې سره مخ وو. یعنې اقتصاد وده کوي – غوړېږي، خو دا وده لا تر اوسه د خلکو د ژوند په کچه کافي نه ده بدله شوې. په همدې سبب، د اسلامي امارت د اقتصادي سیاست تر ټولو لوی امتحان دا دی چې له عوایدو او لویو پروژو څخه د پراخې دندې، تولید، صادراتو او د کورنیو عایداتو د زیاتوالي پر لور حرکت وکړي.

څلور: لویې پروژې؛ د اقتصادي راتلونکي شونتیا

د قوش‌تیپې کانال، ټاپي، د برېښنا پروژې، د اوبو بندونه، د کانونو استخراج، د ترانسپورټي دهلېزونو پراختیا او د رېل پټلۍ پروژې هغه موارد دي چې د اقتصادي پرمختګ د بنسټونو په توګه ورته اشاره کېدای شي. دا پروژه‌محوره تګلاره په اصل کې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت له یوه مهم فرصت سره تړاو لري. افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پروت دی او که د ترانزیټ، انرژۍ، کانونو او سیمه‌ییزې سوداګرۍ مناسب مرکز شي، د جغرافیې اقتصادي ارزښت یې څو برابره لوړېدای شي.

د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره یوازې دا کافي نه ده چې کانونه استخراج شي؛ مهمه دا ده چې د خامو موادو پر ځای د پروسس، صنعت، صادراتو او ارزښتمن‌زنځیر جوړولو اقتصاد رامنځته شي.

پنځه: د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه؛ یوه څرګنده بشري لاسته راوړنه

د اسلامي امارت د واکمنۍ یوه تر ټولو څرګنده پالیسي د کوکنارو د کښت پر وړاندې سخت بندیز دی. د ټلیګراف په نوم یوې ورځپاڼې په خپل څېړنیز راپور کې لیکلي و چې د اسلامي امارت د حکومت په څېر په ټول بشري تاریخ کې چا د نشه‌یي بوټو پر وړاندې پرېکنده مبارزه نه ده کړې. دا د مخدره موادو د تولید د کمولو له نظره رښتیا هم ستره لاسته راوړنه ده. خو د دې سیاست دویم اړخ د بزګرانو معیشت دی. که د کوکنارو بدیل اقتصادي فرصتونه، اوبه، بازار، کرنیز ملاتړ او د محصولاتو د خرڅلاو زمینه برابره نه شي، د کوکنارو د بندیز بار تر ډېره د بزګرانو ملا ماتوي. که څه هم نړیوالې ټولنې بار بار د افغان بزګرانو د معشیت خبره کړې خو لا هم په دې برخه کې د نړیوالو له خوا هېڅ ملاتړ نشته.

همدارنګه د معتادینو درملنه یوازې د روږدو کسانو راټولول نه دي؛ بلکې په دې بهیر کې معالجه، رواني ملاتړ، حرفوي زدکړې، کارموندنه او ټولنه کې د بیا ادغام خبره هم کېږي.

شپږ: بشري وضعیت؛ د امنیت تر سیوري لاندې اقتصادي او ټولنیزه کشاله

د جګړې د پای تر ټولو ستره ګټه دا ده چې خلک د جګړې له مستقیمې وېرې، ترهې، مرګ او ژوبلې خلاصېږي. خو د جګړې پای سره سم د فقر او بېکاري لمن ټوله نه شوه او نه هم بشري اړتیاوې پوره شوي.

په ۲۰۲۶ کې، یونسکو اټکل کړی چې ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د افغانستان سم نیمایي نفوس کېږي.

د دې وضعیت یو مهم نوی عامل د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل دي. د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د میلیونونو افغانانو راستنېدو د کار، کور، اوبو، روغتیا، تعلیم او نورو خدماتو پرحکومت فشار زیات کړی. د کډوالو نړیوال سازمان شمېرې ښیي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۳ میلیونه افغانان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي.

اووه: بهرنی سیاست؛ له انزوا څخه د سیمه‌ییز تعامل پر لور

د اسلامي امارت بهرنی سیاست تر ډېره د اقتصادمحور او سیمه‌ییز تعامل پر بنسټ ولاړ دی. چین، روسیه، ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا او خلیجي هېوادونه د کابل د بهرني تعامل په لومړۍ کرښه کې دي.

د اسلامي امارت د روایت له مخې، د بهرنیو سفرونو زیاتوالی، د سیمه‌ییزو ناستو ګډون، په کابل کې د بهرنیو استازولیو حضور او د افغان قونسلي خدماتو پراختیا د ډیپلوماټیک پرمختګ نښې دي. د روسیې رسمي رسمیت پېژندنه د دې بهیر تر ټولو مهم تحول و. خو له دې سره سره، د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت لا هم محدود دی او د ډېرو هېوادونو اړیکې د رسمي رسمیت پر ځای د عملي تعامل په کچه پاتې دي. د دې وضعیت معنا دا ده چې اسلامي امارت له انزوا څخه تعامل ته بریالی حرکت کړی، خو له تعامل څخه بشپړ نړیوال مشروعیت ته لا نه دی رسېدلی.

اته: نړیوال مشروعیت؛ د کابل او نړۍ ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی

اسلامي امارت غواړي د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې، د بندیزونو د لیرې کېدو او د کنګل شویو شتمنیو د مسئلې د حل لپاره ترلاسه کړي. خو له بلې خوا نړیوالو د افغانستان د مشروعیت په پار ځیني شرطونه او خنډونه ایښي دي. په همدې اساس د افغانستان د رسمیت پېژندنې ته لا هم اوږده لاره پاتې ده، خو په ډیپلوماټیکه کچه تعامل نږدې له ټولې نړۍ سره شته.

نهه: د پنځو کلونو لوی تناقض(یوه سکه او دوه مخه)

د اسلامي امارت د پنځه کلنې واکمنۍ تر ټولو لوی تناقض دا دی چې په یوه وخت کې دوه متضاد واقعیتونه شته.

له یوې خوا افغانستان له څو لسیزو جګړې وروسته بشپړ امنیت ترلاسه کړی، مرکزي دولت پیاوړی شوی، اقتصادي څرخ بیا پر خوځښت راغلی، د کوکنارو کښت په بې‌سارې کچه کم شوی او سیمه‌ییز اقتصادي تعامل پراخ شوی دی.

له بلې خوا، د فقر کچه لوړه ده، د بشري مرستو اړتیا پراخه ده، اقتصاد لا هم پر څو مهمو سرچینو تکیه دی، نړیوال بندیزونه لا هم پر ځای دي او د نړۍ لخوا رسمیت پېژندنه هم نشته. یوه خبره باید وشي، چې پورتنی واقعیت د یو بل د نفې او ضد مانا نه لري، ددې موضوع ریښه لا ډېره ژوره ده او دا ځکه چې د اسلامي امارت دولت څو څو ځله له لویو پېښو سره مخ شو. د کډوالو سېلابي راستنېدنه، پاکستان سره د سوداګرۍ په ټپه درېدنه او نور د پورتنیو دواړو شاخصونو په تقویې کې ونډه لرلې ده.

لس: راتلونکي پنځه کلونه؛ د شعارونو نه، د پایلو او نتیجو پړاو

د اسلامي امارت مشران تل ټینګار کوي چې د دوی موخه کار کول دي نه غوغا جوړول. په همدې اساس دوی پر رسنیزو تبلیغاتو ډېر باور نه ساتي او تر ډېره د خپلو اقتصادي ـ پراختیایي پلانونو په پلې کولو بوخت وي. د امارت لومړنۍ پنځه کلنه دوره تر ډېره د واک د تثبیت، امنیتي کنټرول، د ادارو د بیا تنظیم او د بهرني تعامل د رامنځته کولو دوره وه. او ښکاري چې موږ دویم فاز ته ننوتي یو او دا فاز به د امنیت، پراخې پانګونې، تولید، کاري زمینو، عاید او د ورځني ژوند د ښه‌والي پر برخو را وڅرخي. د اسلامي امارت پنځه کلن پلان هم تر ډېره اقتصادي رفاه د سر ټکی دی. همدا فقر دی چې د حکومت پر نورو لاسته راوړنو یې پراخ سیوری غوړولی دی.

پایله او لنډیز

د اسلامي امارت پنځه کاله د افغانستان د معاصر تاریخ یو مهم پړاو تشکیلوي. په دې موده کې د جګړې پراخېدونکي لمن ټوله شوې، مرکزي حاکمیت پیاوړی شوی، په اقتصادي برخه کې د بیا ودې نښې لیدل کېږي، د نشه‌یي توکو د کښت پر وړاندې د پام وړ مبارزه شوې او له سیمې سره د افغانستان اقتصادي او سیاسي تعامل پراخ شوی دی.

خو د همدې پنځو کلونو یوه بله ننګونکې پدیده د خلکو د ټولنیز ژوند او رفاه مسله ده چې خلک لا هم د ښه عاید په موندنه کې پاتې راغلي او بشري اړتیا او فقر پراخېږي. له بلې خوا سوداګریز کسر، د کډوالو بېساری راتګ او نړیوال بندیزونه هغه عوامل دي چې اوسنی افغان حکومت یې په خپلو چارو کې تړلی او ټکنی کړی دی.

په دې بنسټ، د اسلامي امارت د پنځو کلونو تر ټولو عادلانه ارزونه دا ده چې دغه دوره د افغانستان د جګړه‌ځپلي دولت د نسبي امنیتي او اداري ثبات دوره وه، خو لا تر اوسه په بشپړ ډول د نړیوال مشروعیت، بشپړ تولیدي ـ باثباته دولت دورې ته وخت شته.

که اسلامي امارت وکولای شي امنیت له اقتصادي فرصت، اقتصادي وده له پراخې دندې، طبیعي سرچینې له ملي ارزښت، پراختیايي پلان له واقعي تطبیق، او نړیوال تعامل له دوامدارو اړیکو سره ونښلوي، نو راتلونکی پنځه کلن پړاو د افغانستان د اوږدمهاله ثبات د بنسټ د ایښودلو دوره کېدای شي.

که په بیخي لنډ ډول یې فورمول‌بندي کړو نو د اسلامي امارت د راتلونکو پنځو کلونو اصلي ازموینه پیلېږي: له واک څخه دولت، له امنیت څخه ثبات، له ثبات څخه پرمختګ او له پرمختګ څخه د خلکو د رفاه ته رسېدنه.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه