شاهزاده محمد بن سلمان، د سعودي عربستان ولیعهد، د پنجشنبې په ماښام، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سنټکام له قوماندان سره کتلي.
د سعودي عربستان د رسمي خبرې اژانس «واس» د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د سعودي عربستان او متحده ایالاتو ترمنځ د دفاعي همکاریو اړوند یو شمېر موضوعات وڅېړل شول. همدارنګه د سیمې د وضعیت د وروستیو تحولاتو، د کړکېچونو د کمولو لپاره د ترسره شویو هڅو، او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا په اړه هم بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې سعودي له پاکستان او ترکیې سره د مکې په نوم یو ګډه دفاعي هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

