د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ويلي، د ا.ا. د بریا د پنځمې کالیزې د نمانځنې لپاره د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.
د یاد ریاست رئیس محمدعبدالحی سباوون ویلي، د کالیزې په مناسبت د فراه ښار او ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې ځانګړي بینرونه لګول شوي او پر دېوالونو شعارونه، لوګوګانې او لنډې ویناوې لیکل او رسم شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې سړکونه، لویې لارې، دولتي او عامه ځایونه هم په ځانګړو بینرونو او طرحو پسولل شوي دي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د زمري په ۲۴مه د دې ورځې د نمانځنې په مناسبت د یوې سترې مشاعرې د جوړولو پلان هم لري.

