اروپایي اتحادیې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته یې لا هم د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړی او په دې موده کې یې د بشري مرستو، بنسټیزو خدمتونو او د خلکو د معیشت په برخو کې له دوو میلیاردو یورو څخه زیاتې مرستې کړې دي.
دغه اتحادیه زیاتوي چې مرستې یې د نادولتي مؤسسو، د ملګرو ملتونو د ادارو، سره صلیب، سرې میاشتې او د نړیوال بانک له لارې وړاندې کېږي. اروپايي اتحادیې زیاته کړې، که څه هم اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، خو د بشري مرستو، بشري حقونو، کډوالۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمهییز ثبات په برخو کې له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکوي.

