د لبنان په سوېل کې د اسراییلي پوځ په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسانو خپل ژوند بايللی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
اسوشيټېډ پرېس د لبنان د دولتي خبري اژانس په حواله ویلي، دا بریدونه د جون له میاشتې راهیسې چې اوربند پکې نافذ شوی، پر لبنان تر ټولو مرګوني بریدونه بلل کېږي.
د يادو بریدونو له امله په سیمه کې د اوربند د دوام او د تاوتریخوالي د بیا پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

