ډېر لوستل شوي

کابل هوايي ډګر کې د صادراتو د زیاتېدو لپاره د کارګو اسانتیاوې پراخېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د عملياتي چارو مرستيال مولوي فتح‌الله منصور د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د کارګو الوتنو د ملاتړ او پراختیا په موخه په جوړه شوې غونډه کې ویلي، د هوايي کارګو خدمتونو د پراختیا لپاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي منصور په حواله ويلي، د کارګو له لارې به د افغان سوداګرو توکي په چټک، اسانه او خوندي ډول نړیوالو بازارونو ته ولېږدول شي چې ورسره به د هېواد د صادراتو کچه هم لوړه شي.

نوموړي ویلي، د کارګو په برخه کې د مالیاتو د کمښت ترڅنګ، د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ له لارې د توکو د لېږد لپاره ځانګړي تخفیفونه هم په پام کې نیول شوي دي.

د ښاغلي منصور په وينا، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صادراتو او توکو د پروسس لپاره د یوه ځانګړي زون پر جوړولو هم کار روان دی چې سوداګریز توکي به په همدې ځای کې بسته‌بندي او پروسس شي او صادرونکو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. د ټرانسپورټ وزارت مسوولین باور لري چې د هوايي کارګو د فعالیتونو پراختیا به د صادراتو د زیاتوالي ترڅنګ د هېواد پر اقتصادي وده هم مثبت اغېز ولري.

اړوند خبرونه