ډېر لوستل شوي

د امریکا پوځي برخه کې ژور اختلافات؛ د پوځ وزیر یې استعفا ته اړ شو

د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د پوځ وزیر ډانیل ډریسکول د دغه هېواد د دفاع له وزیر پیټ هېګسېټ سره له څو میاشتو ژورو اختلافاتو وروسته سپينې ماڼۍ ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د ډریسکول د استعفا په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا موضوع رد نه کړه.

په راپور کې راغلي چې د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي په یوه اعلامیه کې ویلي، وزیر ډریسکول د پوځ په وزارت کې ډېر اغېزمن رول او د پوځي عملیاتو پر مهال د  غوره رهبرۍ تر څنګ یې غوره کړنې ترسره کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې لا هم څرګنده نه ده چې سپینې ماڼۍ د ډریسکول استعفا منلې ده که نه.

خو د امریکا پوځ په دې اړه له څرګندونو کولو ډډه کړې ده.

اړوند خبرونه