ډېر لوستل شوي

پوتین: روسیه به د اوکراین جګړې او له ایران څخه ملاتړ ته دوام ورکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو به په اوکراین کې خپلې روانې جګړې ته دوام ورکړي او د امریکا پر وړاندې په روانه شخړه کې به له ایران څخه خپل ملاتړ وساتي.

پوتین په قرغزیستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د دوه‌ورځنۍ سرمشریزې پرمهال د اوکراین جګړې په اړه د روسیې پر دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې مسکو به له خپل اوسني مسیر څخه شاتګ ونه کړي.

د روسیې ولسمشر همداراز د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې د ایران ملاتړ څرګند کړی او د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو پوځي او سیاسي کړکېچونو په اړه یې د مسکو دریځ روښانه کړی دی.

د پوتین دا تازه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په اوکراین کې د روسیې او اوکراین جګړه لا هم روانه ده او په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

اړوند خبرونه