د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو، سټیو وېټکوف او جېرډ کوشنر، په مسکو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې او د دې شخړې د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
لاوروف ویلي، د دغو خبرو د جزیاتو په اړه بېلابېلې اوازې خپرېږي، خو واشنګټن تر اوسه د راتلونکو ډیپلوماټیکو ګامونو په اړه مشخصه څرګندونه نه ده کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د اوکراین په اړه د ټرمپ د دریځ دوه مهم ټکي، په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب مخالفت او د جګړې د موجودو «ځمکنیو واقعیتونو» منل دي.
د لاوروف په وینا، د امریکا دغه دریځ د مسکو مثبت غبرګون راپارولی او له واشنګټن سره یې د خبرو د دوام لپاره د روسیې چمتووالی پیاوړی کړی دی.

