ډېر لوستل شوي

د منځني ختیځ جګړه؛ واشنګټن او تهران یو ځل بیا پر یو بل بریدونه کړي

رویټرز راپور ورکړی چې په منځني ختیځ کې د جګړې د لا پراخېدو په ترڅ کې، امریکايي ځواکونو پنځه ایراني تېل‌وړونکي بېړۍ ویجاړې کړې او ایران بیا د بالستیک توغندیو په وسیله په اردن کې د امریکا پر یوه اډه برید کړی دی.

د راپور له مخې، ایران دغه بریدونه د امریکا له لوري د ایراني تېل‌وړونکو د ویجاړولو په غبرګون کې کړي دي. اردن ویلي، له ایران څخه توغول شوي ۲۰ توغندي یې ۱۸ شنډ کړي او په دغه برید کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

په ورته مهال، د ایران متحدو حوثیانو د سعودي عربستان په سوېلي ښارونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي چې د سعودي چارواکو په وینا ۷۳ کسان پکې ټپیان شوي او د تېلو ځینو تاسیساتو کې اور لګېدلی دی.

د دغو پرله‌پسې بریدونو له امله په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې او د تېلو نړیوال بازارونه هم د عرضې د احتمالي ګډوډۍ له خطر سره مخ شوي دي.

اړوند خبرونه