ډېر لوستل شوي

غزه کې د اسراییلي بریدونو دوام؛ د شهیدانو شویو فلسطینیانو شمېر له ۷۳ زره اوښتی

د فلسطین «وفا» خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلي پوځي چورلکو نن سهار وختي د غزې تړانګې په شمال کې د جبالیه کډوالو کمپ شاوخوا ډزې کړې دي.

د راپور له مخې، په همدې مهال د غزې په شمالي سیمو کې پر بېلابېلو ځایونو د اسراییلي ځواکونو توپچي بریدونه هم روان وو.

وفا د روغتیايي سرچینو په حواله ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییلو په جګړه کې د شهیدانو شویو فلسطینیانو شمېر ۷۳ زره او ۶۶۹ تنو ته رسېدلی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د دغو سرچینو په وینا، په همدې موده کې ۱۷۴ زره او ۶۵۲ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه