ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د ایران جګړه به د امریکا له ټاکنو وروسته پای ته ورسېږي

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ښایي چې له ایران سره روانه جګړه به د نومبر په میاشت کې د امریکا د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته سم‌لاسي پای ته ورسېږي.

ټرمپ ادعا کړې چې ایران هڅه کوي د امریکا د ټاکنو بهیر اغېزمن کړي، خو نوموړي ویلي تهران به نور د امریکا د اقتصادي فشارونو پر وړاندې مقاومت ونه‌شي کړای او په پای کې به د جګړې پای ته رسولو ته اړ شي.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، د جګړې له پای ته رسېدو سره به د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شي.

اړوند خبرونه