د کابل لپاره د ایران سفير عليرضا بېکدلي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان د اړیکو د وروستیو تحولاتو، دوهاړخیزو همکاریو او د تعاملاتو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې بېکدلي د ليدنې پرمهال په کابل کې د ایران سفارت فعالیتونو او راتلونکي پروګرامونه وړاندې کړي دي.
همداراز، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په کونسلي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د ګډو موضوعاتو په اړه معلومات هم شریک کړي دي.

