د ډونالډ ټرمپ ادارې وړاندیز کړی چې د H-1B کاري ویزې لرونکو او د ځینو نورو کاري ویزو لپاره، د دندې له لاسه ورکولو وروسته په امریکا کې د پاتې کېدو ۶۰ ورځنی فرصت لغوه شي.
د رویټرز د راپور له مخې، اوسمهال هغه کسان چې د H-1B ویزې له لارې په امریکا کې کار کوي، د دندې له لاسه ورکولو وروسته تر ۶۰ ورځو پورې وخت لري چې نوې دنده پیدا کړي.
د وړاندیز د عمليکېدو پرمهال، د دغو ویزو لرونکي کسان به د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته اړ وي چې له امریکا ووځي. دا طرحه لا وروستۍ شوې نه ده او د دوو میاشتو لپاره د عامه نظرونو د ترلاسه کولو په موخه وړاندې شوې ده.

