رويټرز راپور ورکړی چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دوه ځله د امريکا د متحده ايالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې کړې او ترې يې غوښتي چې پر حوثیانو هوايي بریدونه وکړي، خو ټرمپ دغه غوښتنه رد کړې ده.
په راپور کې د امريکايي چاروکو له قوله ويل شوي چې د ټرمپ اداره اوس مهال پر حوثیانو د مستقیم پوځي اقدام نیت نهلري او هڅه کوي چې په یمن کې د روان کړکېچ له پراخېدو سره سره، له مستقیمې پوځي ښکېلتیا ډډه وکړي.
امریکايي چارواکي وايي، واشنګټن له سعودي عربستان سره خپل ملاتړ زیاتوي، خو د ټرمپ لارښوونه دا ده چې امریکايي ځواکونه د ایران او هرمز تنګي پر خوندي ساتلو تمرکز وکړي او په سیمه کې د یوې بلې جګړهییزې جبهې له پرانیستلو ډډه وشي.
دا پرېکړه په داسې مهال کېږي چې په یمن کې د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د سره سمندرګي د بېړیو امنیت هم د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.

