د اسلاماباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي په ګډون د دغه ګوند د څلورو مهمو غړو له ضمانت پرته د نیولو امر کړی دی.
د محکمې په حکم کې پولیسو ته لارښوونه شوې چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي، د دغه ایالت د پوهنې وزیرې مینا خان، د ملي شورا د غړي شاهد خټک او د اطلاعاتو وزیر شفیع جان په ګډون یاد کسان ونیسي او محکمې ته یې وړاندې کړي.
د اسلاماباد د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي طاهر عباس سپرا دغه حکم د رمنا پولیسو حوزې کې د ثبت شوې هغې قضیې په تړاو صادر کړی چې د ۲۰۲۴ کال په اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند له لاریونونو سره تړاو لري.
د محکمې له حکم وروسته، پولیسو د یادو کسانو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
دا حکم په داسې مهال صادر شوی چې تحریک انصاف ګوند د سپټمبر په ۲۷مه اسلاماباد ته د پراخ لاریون لپاره چمتووالی نیسي او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي مخکې د دغه احتجاجي غورځنګ د رهبرۍ اعلان کړی دی.

