د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر هغه ډرون برید سخت غبرګون ښودلی چې د عراق له خاورې د څو بېپیلوټه الوتکو په وسیله د ریاض او مدینې سیمو د ختیځ-لویدیځ تېلو پر پایپلاین شوی دی.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او پایپلاین ته هم زیان اوښتی چې د رغولو چارې یې روانې دي.
د ختیځ-لویدیځ پایپلاین د سعودي عربستان له مهمو تېلو لېږدونکو زېربناوو څخه دی چې د هېواد په ختیځ کې د تېلو ساحې له لویدیځو سیمو سره نښلوي.

