د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې نن د برېکس ډلې ۱۸مه کلنۍ سرمشریزه د دغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي په کوربهتوب پیل شوې ده.
په دې دوهورځنۍ سرمشریزه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشران ګډون کوي.
برېکس چې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا یې بنسټیز غړي دي، اوس ۱۱ غړي لري او د نړۍ د شاوخوا ۴۹ سلنه نفوس او نږدې ۴۰ سلنه نړيوال ناخالص تولید استازیتوب کوي.
د سږنۍ سرمشریزې په مهمو بحثونو کې نړيوالې شخړې، اقتصادي همکاري، انرژي، د امريکاــاسراييلو او ايران جګړه، د روسیې او اوکراین جګړه او د غړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د هواري لارې چارې شاملې دي.
برېکس د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادونو یوه ډله ده چې د اقتصادي همکاریو ترڅنګ په نړيوالو سیاسي او امنیتي موضوعاتو کې هم د ګډ دریځ د رامنځته کولو هڅه کوي.

