ډېر لوستل شوي

د فرانسې شمال کې له پټلۍ څخه د اورګاډي وتلو له امله ۴۴ کسان ټپیان شوي

د فرانسې په شمال کې یو مسافر وړونکی اورګاډی له پټلۍ څخه وتلی او لږ تر لږ ۴۴ کسان پکې ټپيان شوي دي.

ويل‌کېږي، په دې اورګاډي ۱۸۰ کسان سپاره وو.

د مسوولينو په وينا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د مسافر وړونکي اورګاډي د پټلۍ څخه د وتلو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او اړوند مسوولين هڅه کوي چې د پېښې څرنګوالی معلوم کړي.

اړوند خبرونه