ډېر لوستل شوي

اندونیزیا کې يوه لېږدونکې بېړۍ ورکه شوې

د اندونیزیا په جاوا سمندر کې «Virgo Transport 8» مسافر وړونکې بېړۍ له سورابايا څخه د بنجارماسين په لور د سفر پرمهال يې له مرکز سره اړيکه پرې او لادرکه شوې ده.

ويل‌کېږي، دا بېړۍ د خرابې هوا له امله لادرکه شوې چې پکې ۲۴۳ کسان هم سپاره وو.

د اندونیزیا د ژغورنې ادارې ويلي چې دوی د بېړۍ د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي او د هغې وروستۍ معلومه شوې سیمې ته یې د ژغورنې ډلې او یوه ژغورونکې بېړۍ استولې ده.

تر اوسه د ټولو سپرلیو د برخلیک په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

اندونیزیا چې له ټاپوګانو جوړ هېواد دی، د خلکو د تګ راتګ لپاره پر سمندري بېړیو ډېر تکیه کوي، خو خراب موسم او د سمندري سفر د خوندیتوب ستونزې د ورته پېښو خطر زیاتوي.

اړوند خبرونه