ډېر لوستل شوي

حوثیانو د «میون» ټاپو نیولی او پر باب‌المندب یې د کنټرول کړۍ پراخه کړې

الجزیرې راپور ورکړی چې د یمن حوثیانو د «میون» ستراتېژیک ټاپو چې د «پریم ټاپو» په نوم هم یادېږي، نیولی.

د راپور له مخې، حوثیانو د دې ټاپو په نیولو سره د باب‌المندب تنګي پر شاوخوا سیمو هم خپل کنټرول پیاوړی کړی دی.

حوثیانو د يادې ټاپو له نیولو وروسته د میلیونونو ډالرو په ارزښت هغه پوځي تجهیزات هم په واک کې راوستي چې د امریکا له لوري جوړ شوي وو.

میون ټاپو د باب‌المندب تنګي په منځ کې موقعیت لري او د دغه مهم سمندري مسیر له امله ستراتیژیک اهمیت لري.

بايد وويل شي چې باب‌المندب د نړیوالې سوداګرۍ او د سمندري لېږد رالېږد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.

اړوند خبرونه