ډېر لوستل شوي

پزشکیان: له سعودي سره زموږ جګړه نه ده، حوثيان خپل مسايل لري

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د برېکس هېوادونو د غونډې په يوې څنډه کې ویلي چې تهران له سعودي عربستان سره په جګړه کې نه دی او د یمن حوثیان هم خپل اړوند مسایل لري.

پزشکیان د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره ګډ کار وکړي او د سیمه‌ییز ثبات په برخه کې همغږي زیاته کړي.

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې د حوثي او سعودي عربستان ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي او د ځينو په باور چې حوثي ځواکونه د ايران له ملاتړ څخه برخمن دي.

اړوند خبرونه