د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د برېکس په سرمشریزه کې ویلي، د نړۍ اقتصادي او سیاسي ځواکونه بدل شوي او نړیوال بنسټونه باید د اوسنیو واقعیتونو له مخې اصلاح شي.
ګوترېش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیوالو مالي بنسټونو د اصلاح غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې مخ پر ودې هېوادونو ته باید په نړیوالو پرېکړو کې پراخ رول ورکړل شي.
نوموړي تمویل، ټکنالوژۍ ته لاسرسی، اقلیمي عدالت او د سولې ټینګښت د نړیوالې ودې له مهمو لومړیتوبونو بللي او خبرداری یې ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا واک او اقتصادي ګټې لا هم د څو هېوادونو او شرکتونو په لاس کې متمرکزې دي.
برېکس د نړۍ د مخ پر ودې او راټوکېدونکو اقتصادونو یوه ډله ده چې د نړیوال اقتصادي او سیاسي نظام د لا متوازن کېدو غوښتنه کوي.

