د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ۱۸ کلونو پورته امریکایانو ته د «ټرمپ ونډې» په نوم د پنځه زره ډالرو د ورکړې ژمنه به عملي کړي او ټینګار یې کړی چې دغه پیسې به «سل په سلو کې» ورکړل شي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي، امریکا د تعرفو له لارې ټریلیونونه ډالر عواید ترلاسه کوي او د ده په وینا، امریکایان د دغو عوایدو د یوې برخې مستحق دي.
نوموړي تر دې وړاندې هم د جمهوري غوښتونکو د منځمهاله ټاکنو په کنوانسیون کې د دغې طرحې اعلان کړی و.
بلخوا، د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن ویلي، امریکایانو ته د پنځه زره ډالرو د ورکړې لپاره د کانګرېس تصویب اړین دی.
د «ټرمپ ونډې» طرحه د هغو عوایدو د یوې برخې د بېرته وېش وړاندیز دی چې د ټرمپ د تعرفو له لارې د امریکا حکومت ته راټولېږي، خو د دې طرحې عمليکېدل د کانګرېس له قانوني تصویب سره تړاو لري.

