ډېر لوستل شوي

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د خامو تېلو بیه ۱۰۸ ډالرو ته لوړه شوې

د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتېدو او پر سعودي عربستان او په خلیج کې پر بېړیو د تازه بریدونو له امله په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو د یو بېرل بیه ۱۰۸ ډالرو ته لوړه شوې ده.

هم‌مهاله، سعودي عربستان د دغه هېواد د تېلو د لېږد مهمه «ختیځ ـ لویدیځ» نل‌لیکه په موقتي توګه تړلې ده.

د تېلو د لېږد د دې مهمې لارې درېدلو د نړیوالو بازارونو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د تېلو د بیو د لا لوړېدو وېره یې پیاوړې کړې ده.

منځنی ختیځ د نړۍ د انرژۍ له مهمو مرکزونو څخه دی او په دې سیمه کې هر ډول پوځي کړکېچ یا د تېلو د لېږد د مهمو لارو بندېدل کولای شي د نړیوالو بازارونو پر عرضې او بیو مستقیم اغېز وکړي.

اړوند خبرونه