د امريکا د پنټاګون په يوه عمومي پلټونکي راپور کې ویل شوي چې له ایران سره د جګړې له امله د امریکا د ځینو پرمختللو وسلو په زېرمو کې کمښت راغلی او د مهماتو د بیا برابرولو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د اسوشيټېډپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران بریدونو د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د امریکا سلګونه ودانۍ او پوځي تاسیسات زیانمن یا ویجاړ کړي او د امریکا لسګونه جنګي او بېپیلوټه الوتکې يې هم زیانمنې یا له منځه تللې دي.
راپور زیاتوي چې په زیانمنو شویو امریکايي بېپیلوټه الوتکو کې تر ۳۰ پورې «MQ-9 Reaper» ډرونونه شامل دي.
د پنټاګون د معلوماتو له مخې، د جګړې لګښت د جولای تر پای پورې شاوخوا ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

