د امریکا د متحده ايالتونو د ولسمشر مرستیال «جېډي وېنس» وايي چې واشنګټن د سره سمندرګي د میون ټاپو له نیول کېدو وروسته وضعیت له نږدې څاري او له حوثي ډلې سره یې مستقیمې خبرې پیل کړې دي.
وېنس له واشنګټن څخه کانساس ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي، امریکا له خپلو سیمهییزو متحدینو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو، سره په دوامداره تماس کې ده.
نوموړي زیاته کړې چې واشنګټن هڅه کوي د وروستیو حساسو پرمختګونو تر څنګ خپلې ملي ګټې خوندي کړي او له حوثیانو سره خبرو ته دوام ورکړي.
دا په داسې مهال ده چې حوثي وسلهوالو په سره سمندرګي کې د میون ستراتیژیکه جزیره نیولې ده.
دا جزیره د بابالمندب تنګي ته څېرمه موقعیت لري او د هغې نیولکېدل د دغه مهم سمندري مسیر د امنیت او نړیوالې بېړۍچلوونې لپاره د جدي ننګونې په توګه ارزول شوی.

