ډېر لوستل شوي

امنيتي ځواکونو غزني کې دوه کړۍ پخواني ماینونه کشف او ترلاسه کړي

د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د پیرزاده کلي په یوه کور کې دوه کړۍ پخواني ماینونه کشف او د امنیتي ځواکونو له لوري ترلاسه شوي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر وايي، دغه ماینونه د درېیمې امنیتي حوزې د شرطې له لوري د یاد کور دننه کشف او وروسته د کور د مالک په خوښه امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د ويلو ده چې امنيتي ځواکونو تر دې مخکې هم د کابل په ګډون بېلابېلو ولايتونو او لرې پرتو سيمو کې په کورونو کې په غيرقانوني توګه ساتل‌کېدونکي وسلې کشف او له قانوني لارې يې اړوند ارګانونو ته سپارلې دي.

اړوند خبرونه