ډېر لوستل شوي

غزني کې د نږدې ۶ زره زده‌کوونکو ترمنځ د عقایدو علمي سیالۍ پیل شوې

د غزني د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د دې ولایت د مرکز په ګډون په ۱۵ ولسوالیو کې د ۵۸۰۰ زده‌کوونکو ترمنځ د عقایدو په برخه کې علمي سیالۍ پیل شوې دي.

د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغو سیالیو موخه د زده‌کوونکو د علمي وړتیاوو لوړول او د دیني زده‌کړو د لا ظرفيت لوړولو زمینه برابرول دي.

د مسوولینو په وینا، د سیالیو له پایلو وروسته به ۱۰ غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شي.

اړوند خبرونه