ډېر لوستل شوي

تکراري کتنې؛ ټرمپ به له خلیجي مشرانو سره د ایران جګړې پر راتلونکو اړخونو خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې سه شنبه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د خلیج د هېوادونو له مشرانو یا د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري او د ایران د جګړې د راتلونکي برخلیک او اړخونو په اړه به خبرې وکړي.

د اکسیوس د راپور له مخې، درې سرچینو ویلي چې د دې غونډې اصلي تمرکز به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د سیمې لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ وي. د سرچینو په وینا، ټرمپ او د هغه لوړپوړي چارواکي د جګړې وروسته دورې لپاره د یوه پلان پر جوړولو کار کوي او تمه ده چې دغه پلان د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته وروستۍ شي.

ټاکل شوې چې په غونډه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین، کوېټ او عمان مشران یا د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي. د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د غونډې لپاره لومړنۍ بلنې لېږلې دي. یوه سرچینه وايي، امکان لري چې غونډه د نورو عربي او اسلامي هېوادونو استازو ته هم پراخه شي.

ټرمپ تېر کال هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د اتو عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو سره لیدلي وو او هغوی ته یې د غزې لپاره د سولې پلان مسوده وړاندې کړې وه.

د فارس خلیج هېوادونه، چې د امریکا پوځي اډې پکې موقعیت لري، د جګړې پر مهال د ایران له پراخو بریدونو سره مخ شوي دي. دغو بریدونو، د انرژۍ د صادراتو د احتمالي ګډوډۍ ترڅنګ، د سیمې پر اقتصاد هم فشار راوستی دی.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د دې غونډې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. په ورته وخت کې، د خلیجي هېوادونو له مشرانو سره د ټرمپ احتمالي لیدنه د ایران د جګړې د راتلونکي او د جګړې له پای وروسته د سیمې د امنیتي جوړښت په اړه د واشنګټن د دریځ د ارزونې په توګه مطرح شوې ده.

اړوند خبرونه