ډېر لوستل شوي

د لوړو زده‌کړو وزیر: څېړنه علم ته پرمختګ ورکوي

د ۱.۱ د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم کابل کې برم د څېړنو او نوښت مرکز په پرانست‌غونډه کې وویل چې د ستونزو له منځه وړلو او ټولنه کې د پرمختګ لپاره څېړنه او تحقیق ډېر ګټور او اغیزمن ثابتیدلای شي.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي نديم له قوله ويلي، تېرو وختونو کې څېړنو ته زمينه نه برابره خو اوس څېړونو ته زمينه برابره شوې نو پکار ده، په هغو برخو کې چې اړتیا لېدل کېږي بايد علمي څېړنې ترسره شي. هغه زیاته کړې، د ۱.۱ په راتګ سره پوهتنونو کې د نظري زده‌کړو تر څنګ عملي زده‌کړو ته هم ډېر پام شوی څو زده‌کړیالانو ته څېړنو او تحقیق زمينه برابره شي.

اړوند خبرونه