د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې ښايي دوی پر سعودي عربستان ۴۸ «ایف – ۳۵» جنګي الوتکې وپلوري.
د راپورونو له مخې چې د ۲۴٫۳ میلیارد ډالرو په ارزښت دې تړون کې جنګي الوتکې او مخابراتي تجهیزات شامل دي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دا تړون د وروستيکولو لپاره د کانګرس تصویب ته اړتیا لري، او ریاض یاد تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي همکاري بللې ده. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ جګړه پراخه شوې او یو پر بل یې تر ټولو پراخ بریدونه کړي دي.

