د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د یونیسف ادارې په مالي همکارۍ د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون ته د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي، لابراتواري، د عملیات خونې او وینې بانک اړوند تجهیزات سپارل شوي دي.
په ورکړل شویو تجهیزاتو کې د عملیات خونې څراغونه، د جراحۍ سېټونه، مهم طبي وسایل او د انتان د مخنیوي توکي شامل دي. ويلکېږي، د دغو تجهیزاتو برابرول به د ننګرهار سیمهییز تخصصي روغتون د روغتیايي خدمتونو د ظرفیت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

