ډېر لوستل شوي

د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د بيا رغونې پروژه پیل شوې

د لوړو زده‌کړو وزارت د «سید جمال‌الدین افغان پوهنتون» کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژې له پرانیستل‌کېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، په دې پروژه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي او زده‌کړيالانو لیلیې ودانیو، سړکونو، پلي‌لارو، ګل‌دانونو، د سړک غاړې څراغونو او چمنونو جوړول شامل دي.

په ورته مهال، د همدې پوهنتون رييس مولوي عبدالواسع منصور وایي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون یو شمېر ستونزې حل او د استادانو او زده‌کړيالانو لپاره به د زده‌کړې مناسب چاپېریال برابر شي.

د ويلو ده چې د يادې پروژې لګښت د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

اړوند خبرونه