د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان د یمني حوثیانو وروستي توغندیز او ډرون بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې هېواد یې له ریاض سره په بشپړه توګه ولاړ دی.
د کوېټ بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر ریاض او د سعودي عربستان پر یو شمېر نورو ښارونو بریدونه د دغه هېواد د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی او د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، حوثیانو هڅه کړې چې د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض د یوه بالستیک توغندي په وسیله په نښه کړي، خو د سعودي هوايي دفاعي ځواکونو دغه بریدونه شنډ کړي دي.
کوېټ ویلي، د سعودي عربستان امنیت او ثبات د سیمې د امنیت لپاره مهم دی او په دې برخه کې به له ریاض سره هر ډول همکارۍ ته دوام ورکړي.

