د امریکا پوځ په کاربين سمندر کې پر يوې بېړۍ بريد کړی چې په پايله کې يې څلور کسان وژل شوي دي.
رويټرز د امريکا د جنوبي قوماندانۍ په حواله ليکلي چې دا بېړۍ يې د نشهيي توکو په قاچاق کې د ښکېلتيا په شک په نښه کړې ده.
د امریکا پوځ وايي، له دې برید لس ورځې وړاندې هم په کارابین کې پر یوې بلې بېړۍ برید شوی و چې درې کسان پکې وژل شوي وو.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغو عملیاتو له پیل راهیسې په کارابین او ختیځ ارام سمندر کې د امریکا په ورته بریدونو کې تر ۲۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د بشري حقونو ډلو بیا دغه بریدونه «له قضایي بهیر پرته وژنې» بللي دي.

