ډېر لوستل شوي

ګوترېش: د جګړو زیاتېدو نړیوال وضعیت خراب او نړیوال اقتصاد یې زیانمن کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو زیاتېدو نړیوال وضعیت لا خراب کړی او د امنیت شورا دننه اختلافاتو د دغه بنسټ د اغېزمن فعالیت مخه نیولې ده.

ګوترېش د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته تر خپلې وروستۍ وینا مخکې له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، د جګړو دوام او د نړیوالو قوانینو تکراري سرغړونې تر ټولو زیانمنونکي خلک له سختو بشري او اقتصادي شرایطو سره مخ کړي دي.

هغه د اوکراین جګړې او په منځني ختیځ کې د روانو پوځي شخړو اغېزو ته په اشاره ویلي، د دغو کړکېچونو له امله د خوراکي توکو، کیمیاوي سرې او تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې په هرمز تنګي او باب‌المندب کې ناامني او د منځني ختیځ د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو د نړیوال اقتصاد پر وضعیت منفي اغېز کړی او په ځانګړي ډول یې مخ پر ودې هېوادونه له اقتصادي فشارونو سره مخ کړي دي.

ګوترېش خبرداری ورکړی چې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو دوام او د لویو قدرتونو ترمنځ اختلافات د داسې وضعیت د رامنځته کېدو لامل شوي چې د ده په وینا، د جګړو او بحرانونو اغېزې تر ټولو ډېر پر بېوزلو او زیانمنو خلکو پرېوځي.

اړوند خبرونه